د پکتيا مرکز ګردېز کې موټر بم چاودنې لسګونه خلکوته مرگ ژوبله اړولې

د کورنيو چارو وزارت وياند، طارق ارين وايي، چې د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې، نظامي محکمې او مستوفيت ته څېرمه، د موټر بم چاودنې له امله لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
نوموړی د بريد پړه په لشکر طيبې او حقانې شبکې اچوي؛ خو کومې وسلوالې ډلې تر اوسه د بريد مسووليت نه دی منلی.

  • 25 غويی 1399